
نن به کابل کې د کابل ادارې اړوند د بګرام زندان د دوسیو د څېړلو کمیسیون غړو د ۶۵۰ مظلومو بندیانو د خلاصون خبر ورکړ.
د بګرام د زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې غړی عبدالشکور دادرس نن په کابل کې ديوې خبرې غونډې په ترڅ و ويل، چې ٦٥٠ بې ګناه زندانيان يې له دغه زندانه ازاد کړي دي. دادرس و ويل چې يادې کمېټې د روان کال په وري مياشت کې د زندانيانو د دوسيو څېړل پيل کړي، چې د ده په وینا تر دې مهاله له ټولو ٧٦٤ دوسيو څخه ٦٥٠ يې بې ګناه ثابت شوي دي.هغه زياته کړه، چې د پاتې نورو زندانيانو دوسيې به يو ځل بيا وڅېړل شي او که د دوى له ډلې هم کوم کسان د ده په ژبه بې ګناه وي، نو هغه به هم ازاد شي.
نوموړي د دغو زندانيانو د زنداني کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه او اعتراف یې وکړ چې بې له کوم جرمه په زندان کې اچول شوي.د ده په وینا په هغو څېړنو کې، چې دوی تر سره کړي، ثابته شوې د دوی په جعلي دوسیو کې يې ګوتې او لاسليکونه هم نشته.
د دادرس په خبره، هيڅوک يو شکمن له ثبوتونو پرته نه شي زنداني کولای او که چېرې يې زنداني کړي، نو د قانون خلاف عمل يې تر سره کړى.
دادرس په یاد زندان کې د پاتې شويو زندانیانو د شمېر په اړه څه ونه ويل.
افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0